د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسوولینو او ښوونکو د بایو متریک پروسه پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۹:۷
د پکتیکا د پوهنې ریاست د مسوولینو او ښوونکو د بایو متریک پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیکا: د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس ښاغلي انجنیر محراب الدین شفق او رهبري ټیم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمسیون لخوا د معلوماتو ثبت او بایمتریک په پروسه کې ګډون وکړ.
یاده پروسه د پوهني ریاست د غونډو په تالار کې د ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې د وزارت مقام څخه د راغلي پلاوي ، تخنیکي ټیم ، د پکتیکا ولایت د پوهنې او اداري اصلاحاتو د رئیسانو او ګڼ شمیر ګډونوالو په شتون کې پیل شوه، د پوهنې رئیس پخپله پرانیستونکي وینا کې د یادي پروسي په پیل خوښي څرګنده کړه او د پوهنې ریاست تشکیل ته په کتوسره یي زیاته کړه چې د کارکونکو بایومتریک کولای شي په کاري روڼتیا، سرعت، دقت او سمبالتیا مثبته اغیزه و لري همدارنګه له ټولو ښوونکو او کارکونکو یي وغوښتل ترڅو خپل هویت ثبت او ځان بایومتریک کړي.
له هغه وروسته دپکتیکا ولایت د ملکي خدماتو او اداري اصلاحاتو د کمیسون رئیس په خپل وار سره د یادي پروسي په تړاو خبري او څرګندوني وکړي، د اداري اصلاحاتو د کمیسون رئیس په اداري سیستم کې د کارکونکو د بایومتریک د پروسي ارزښت او اړتیا ته په کتو سره له هر اړخیزو څرګندونو وروسته زیاته کړه هرهغه کارکونکی چې په یاده پروسه کې شامل نشې د دولت مامور نه ګڼل کیږي او معاشونه یي د اجرا وړ ندي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS