د پکتیکا ولایت د ابوهریره (رضی الله عنه) مدرسې جومات به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۳:۵۱
sdbdf

د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند د ابوهریره (رضی الله عنه) د مدرسې د جومات جوړېدو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې دي، پنځوس سلنه پرمخ تللې او په بشپړېدو سره به د زده کوونکو او پرسونل لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد جومات لګښت۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د همدغه ولسوالۍ د دينداره اوسېدونکو له خوا راټول او ورکړل شوى دى.

د مدرسې منسوبینو د دغه جومات په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په یاد ولايت کې يې د پوهنې وزارت له پروګرامونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد جومات د جوړولو په برخه کې د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ د اوسېدونکو له ملاتړ څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS