د پکتیکا ولایت د یو شمېر ښوونځیو د ۱۷۰۰ تنو زده کوونکو لپاره د وړیا زده کړو کورسونه جوړ شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۵۷
df

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، د ارګون ولسوالۍ اړوند علي خېلو د سیمې ځوانانو او د محصلینو اتحادیې له لوري، د ۱۷۰۰ تنو زده کوونکو په ځانګړې توګه یتیمو او بې وزله ماشومانو لپاره په وړیا ډول ژمني ښوونیز کورسونه پرانیستل شول.

نوموړي د ارګون ولسوالۍ د اوسېدونکو د دغه نېک اقدام او علم پروره کړنو د هرکلي ترڅنګ، له نورو هم وغوښتل، چې د هېواد د پوهنیز نظام په بډاينه او د زده کوونکو په ځانګړي ډول د ژمنيو رخصتيو پر مهال د زده کړو د کچې د لوړولو په برخه کې مادي او معنوي مرسته وکړي.

د زده کوونکو د والدینو په استازیتوب یو شمېر کسانو د پوهنې وزارت له پروګرامونو خپل ملاتړ څرګند او ددماشومانو لپاره یې د وړیا کورسونو په جوړولو کې د علم دوسته شخصیتونو کړنې وستایلې.

د يادونې وړ ده، چې په همدغو کورسونو کې د نوم ليکنې لړۍ روانه ده او ورځ تر بلې د ګډون والو شمېر مخ پر زياتېدو دى.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS