د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې
د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمهییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل چې د پوهنې ریاست هڅه کوي ترڅو د شته اسانتیاوو په چوکاټ کې د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي؛ خو د خلکو دوامداره ملاتړ کولای شي، د پوهنې بهیر نور هم پیاوړی او معیاري کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، دغه مرسته په مختلفو برخو لکه؛ د ودانیو ترمیم، د تدریسي موادو او نورو تجهیزاتو چمتو کول او د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې معیاري چاپېریال رامنځته کولو کې لګول شوې ده.
