د پکتیکا ولایت په یوه عالي لېسه کې د نويو درسي ټولګیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۲:۴۶
بلا

د پکتيکا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد د ياد ولايت يوسف خېل ولسوالۍ د پوهنې مسئولينو، علماوو، سپين ږيرو او د خلکو د استازو په يوه غونډه کې د خوشحال بابا په لېسه کې د ۸ بابه درسي ټولګيو د بنسټ ډبره کېښوده.

ياد درسي ټولګي د علم پروره خلکو په مرسته چې ټولټال درې میلیونه افغانۍ کېږي، جوړېږي.

د ياد ولايت د پوهنې رئيس په وينا، دغه ښوونځى پخوا جوړ شوى و؛ خو د ټولګيو د نشتوالي له امله يې يو شمېر زده کوونکو په آزاده فضا کې زده کړې کولې او د همدې ټولګيو په جوړېدو سره به يې شاوخوا ۵۰۰ تنو زده کوونکو ته د زده کړې خوندي چاپېريال رامنځته شي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د پکتيکا ولايت پوهنې رياست له لوري په بکخېلو ولسوالۍ کې دوه بابه نوي ښوونځي تاسيس او پرانيستل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS