د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس د هېواد په سویل ختیز زون کې د یوې همکارې ادارې له مسئول سره خبرې اترې وکړې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۳:۷
dfse

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد، د هېواد په سویل ختیر زون کې د یو همکاره بنسټ له مسئول سره وکتل او د مدارسو او ښوونځیو د ودانیو بیارغونې په برخه کې یې د یادې ادارې د مرستو په اړه نظرونه تبادله کړل. د پوهنې رئيس پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو پرمهال، په دغه ولايت کې د ښوونیز وضعيت او د پوهنيزو بنسټونو د ودانیو د کمښت او ترميم د ستونزو يادونه وکړه او په یاده برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه. له بلې خوا د همکار بنسټ مسئول ژمنه وکړه، چې د پکتیکا په "ډنګره لېګډ" او "ګیان" ولسوالیو کې به دوه بابه ښوونځي جوړ کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS