د پکتیکا ولایت یو باب ښوونځي لپاره د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۲
ظزظط

د یوې همکارې ادارې او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په مالي ملاتړ سره، د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د علي بابا لېسې لپاره لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
یاد سیسټم چې د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، د ۸ کیلو واټه برېښنا تولید ظرفیت لري او د لېسې د برېښنایي اړتیاوو پوره کولو لپاره نصب شوی دی.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد په دې اړه وویل چې، د لمریزې برېښنا سیسټم په فعالولو سره به نه یوازې د زده‌کوونکو برېښنا ستونزه حل شي، بلکې په تعلیمي بهیر کې به هم مثبت بدلونونه رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیسټم به د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت لوړ کړي او د لېسې ټولې برېښنايي اړتیاوې به په بشپړه توګه پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS