د ښوونيز نصاب د تخنیکي کادرونو اړوندو ۲۲ بستونو اعلان په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

Amiri-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۳

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

د ښوونيز نصاب د تخنیکي کادرونو اړوندو ۲۲ بستونو اعلان په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ښوونځيو ثانوي دورې ښوونيز نصاب لپاره د کتابونو د تأليف او ښوونکي لارښود چمتو کولو په موخه، د ۱۰ کاري ورځو لپاره د تخنیکي کادرونو ۲۲ بستونه اعلان ته وسپاري.
هر هغه نوماندان چې اړوند شرایط او معیارونه پوره کړي او په ياده برخه کې تخصص ولري، کولای شي، په لاندې بستونو کې نوم‌لیکنه وکړي:
د فقې او حدیث شریف ارشد متخصص
د تفسیر شریف ارشد متخصص
د ریاضي ارشد متخصص
د فزیک ارشد متخصص
د کیمیا ارشد متخصص
د بیولوژي ارشد متخصص
د کمپیوټر ساینس ارشد متخصص
د تاریخ ارشد متخصص
د جغرافیې ارشد متخصص
د پښتو ژبې او ادبیاتو ارشد متخصص
د دري ژبې او ادبیاتو ارشد متخصص
د انګلیسي ژبې ارشد متخصص
د نصاب ارشد متخصص
د ښوونې او روزنې ارشد متخصص
همدارنګه غوښتونکي دې د خپلې تحصیلي رشتې مطابق اسناد لکه; د غوښتنلیک فورمه، تحصیلي اسناد، کاري تجربه او د تابعیت پېژندپاڼې/ تذکرې کاپي په PDF بڼه د NTArecruitment.MOE@gmail.comبرېښنالیک له لارې واستوي٠
دغه راز نوماندان کولای شي، د روان ۱۴۰۵ لمريز کال د غويي/ ثور مياشتې له ۲۹مې څخه د غبرګولي/جوزا تر ۱۵مې نېټې پورې په حضوري ډول د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوى ریاست پنځم پوړ کې د پروژوي کارکوونکو آمریت ته چې د کابل ښارپه کارته ۴ کې موقعيت لري، مراجعه وکړي.
یادونه: هغه غوښتنلیکونه چې له ټاکلې مودې وروسته ورسېږي، د منلو وړ نه دي.
 

 

Documents

عنوان و تعداد بست

Related VacanciesShow all

Back to vacancies