د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
sdfsaf

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو او زده‌کوونکو د احصائیو راټولولو او ثبت لپاره یو نوی سیسټم رامنځته او پرانیستل شو.
د یاد سیسټم د پېژندګلوۍ  په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د پلان جوړونې په پروسه کې د احصائیو رول خورا ګټور وباله او ویې ویل: د تعلیمي پروګرامونو پلي کولو لپاره، موږ دقیقو احصائیو ته جدي اړتیا لرو، چې له نېکه‌مرغه د دغه نوي سیسټم په پلي کولو سره به د پورته مسایلو په عملي کولو کې زیاته اساني رامنځته شي.
ورپسې د پوهنې وزارت د معلوماتو مدیریت سیسټم رئیس محترم مولوي بسم الله نعماني او د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز هم د موضوع په هکله خبرې وکړې او د ګډون‌والو لپاره یې د پورته ذکر شوي فارمټ اسانتیاوو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، چې د ګډون‌والو له خوا یې په پراخه کچه هرکلی وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS