د ښوونکو يولس زره نوي بستونه اعلان ته وسپارل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۴:۵۴
د ښوونکو يولس زره نوي بستونه اعلان ته وسپارل شول

هغه غونډه کې چې نن په چهارچنارماڼۍ کې د ښيې حکومتولۍ په پار د جلالتمآب ولسمشر په حضور جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت سرپرستې رنګينې حميدي، او د ياد وزارت مشرتابه هم ګډون درلود، چې

په دې غونډه کې د ولسمشر له لوري د ځانګړې تڼۍپه کيکاږلو سره، د ښوونکو يولس زره بستونه په دوو پړاونو کې اعلان ته وسپارل شول.

په دې ناسته کې ولسمشر غني د ملکي خدمتونو په ټولو ادارو کې معارف خورا مهم وګڼه، په ډاګه يې کړه، په تيرو کلونو کې د دې وزارت د بشري سرچينو رياست کې د موجود اداري فساد او تبعيض له امله، د ښوونکو بستونه په عادلانه او متوازن ډول ټولو ولايتونو ته ويشل شوي نه و، ځينو ولايتونو کې خو حتى يو ښوونکی هم ګمارل شوى نه و.

د هيواد ولسمشر په دې وزارت کې د نوي ريفورم په پلي کيدو ټينګار وکړ زياته يې کړه: له شته ستونزو او ننګونو څخه د وتلو يوازينۍ لاره د نوي اصلاحي ريفورم پلي کول دي او ډاډه يم چې په کوټلو ګامونو سره به د هيواد د پوهنيزم نظام کيفيت لوړو او دا چاره به په پوره برياليتوب سره ترسره کړو.

پوهنې وزارت د دولت هره هغه برنامه چې د پوهنيز نظام د پياوړتيا لپاره وي په ښه توګه پلې کوي او د نوي اصلاحي ريفورم پلي کول خپله دنده ګڼي او په دې برخه کې هيڅ ډول هلې ځلې نه سپموي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS