د کابل ولایت په بی بی عایشه صدیقه (رضي الله عنها) دارالعلوم کې د يو باب وړکتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کابل ولايت په بي بي عايشه صديقه (رضي الله عنها) دارالعلوم کې د يو باب وړکتون د بنسټ ډبره د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت د دارالعلومونو د رئيس مولوي عبدالقدوس قدوسي، د ترکيې د سفير او د یاد هېواد د مرستندويه بنسټ "ټيکا" د مسئول له لوري کېښودل شوه.
غونډه د الهي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس د دوست هېواد ترکیې ډیپلوماټیک پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د افغانستان او ترکیې د دواړو وروڼو مسلمانو ولسونو دوستۍ ته په اشارې سره يې د ترکيې هېواد مرستې د افغانستان د پوهنې په برخه کې په ښه توګه یادې کړې او د هغو قدرداني يې وکړه.
دغه راز د ټيکا بنسټ مسئول د افغانستان د پوهنې له نظام سره د يادې ادارې د مرستو په يادولو سره د پوهنې وزارت د مشرتابه له کړنو څخه ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په افغانستان کې د متوازن ښوونيز نظام د ودې او پرمختګ په لاره کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
د مجلس په پای کې، دواړه لوري د نورو مېلمنو سره د وړکتون ځای ته ولاړل او په کډه یې د بنسټ ډبره کېښوده.
په پام کې ده، چې ياد وړکتون د "ټيکا" بنسټ په مالي مرسته د ټولو اړينو ملحقاتو سره په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول سره جوړ شي.
