د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۶
ظطزطظز

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند حدیقه العلوم خصوصي ښوونځي کې په یوه علمي او اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ، ښوونکو او زده‌کوونکو ته یې علمي او اصلاحي وینا وکړه.
په دې برنامه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی او مسوولینو د اطاعت، په ټولنه کې د نظم او یووالي د ارزښت، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ایمان، علم او ښو اخلاقو ترمنځ د اړیکې، د نفس د تزکیې او اخلاص په اړه هر اړخیزې لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د اسلام د سترو علماءکرامو او پوهانو د علمي او اخلاقي ژوند پر بېلګو د عمل کولو، د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ د ساتنې او پالنې او د ځوان نسل په سالمه روزنه کې د علم، ایمان او اسلامي اخلاقو پر مهم رول ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې د دغې برنامې موخه د ښوونکو او زده‌کوونکو د دیني او علمي پوهاوي لوړول، د اسلامي اخلاقو پیاوړتیا، د مسوولیت‌پالنې د روحیې وده او د ځوان نسل سالمه اسلامي او اخلاقي روزنه وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د میدان هوایي منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲۸۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، د یاد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پوهنې وزارت د داخلي تفتیش رئیس سرپل ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د  داخلي تفتیش رئیس محترم قاري عتیق‌الله مؤذن له مل پلاوي سره سرپل ولایت ته سفر وکړ او هلته يې له پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر سره تر لیدنې او خبرو اترو وروسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۶
Background image

د کابل ښار په یوه خصوصي ښوونځي کې علمي او اصلاحي برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري، د کابل ښار د پنځمې تعلیمي حوزې اړوند حدیقه العلوم خصوصي ښوونځي کې په یوه علمي او اصلاحي برنامه کې ګډون وکړ، ښوونکو. . .

BACK TO NEWS