د کاپیسا ولایت د ښځينه مدرسې اړوند يوې تکړه زده کوونکې څخه ستاینه!

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۰:۱۹
نتالبیس

 د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين، الحاج مولوي سخاء الله سعید د کاپیسا ولایت د ښځينه وو مرکزي مدرسې زده کوونکې بي بي فرزانه د عبدالکریم لور په  قلمي بڼه شپږو مياشتو کې د قرآن کریم  لیکلو له امله په ستاینلیک او نقدې ډالۍ ونازوله. 
 د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين د يادې زده کوونکې د استعداد د ستاينې په ترڅ کې هغه ته د دې سترې بريا مبارکي وويله او ويې ويل چې تاسو د هېواد وياړ ياست او د پوهنې وزارت چمتو دى چې ستاسو د زده کړو د دوام زمينه برابره کړي.
 ور پسې د يادې زده کوونکې پلار د هېواد د تنکيو بچيانو د ښوونې او روزنې په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له هڅو څخه د تود هرکلي ترڅنګ، خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: خوشحاله يو چې د خلکو لپاره د پخوا په پرتله د عصري زده کړو ترڅنګ د ديني زده کړو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS