د ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال په ټول هېواد کې له ۷۰۰ څخه د ډېرو تعلیمي او اداري مرکزونو ودانۍ ترمیم شوې دي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۳
یباز

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د مرکز او ولایتونو په کچه د پوهنې وزارت اړوند ۷۳۱ ترمیماتي پروژې بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې دي.
په دغو پروژو کې مدرسې، ښوونځي او اداري تاسیسات شامل دي، چې ټولیز ارزښت یې ۳۷۰ مېلیونه ۵۳۶ زره ۸۳۵ افغانۍ او ۲۵۲ زره ۳۸۶ امریکايي ډالره ښودل شوی دی.
د یادو شمېرو له جملې څخه یې ۴۵۵ پروژې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې او پاتې ۲۷۶ پروژې د همکارو بنسټونو له لوري تمویل شوې دي.
پوهنې وزارت ژمن دی چې د ملک په کچه د وطن بچیانو ته متوازنې تعلیمي اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې د علم‌پالو هېوادوالو له مادي او معنوي ملاتړ هرکلی کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۹
Background image

آغاز ترمیم و بازساز ی یک مکتب در ولایت پکتیکا

کار ترمیم ۶ اتاق درسی قبلی و ساخت ۳ صنف درسی جدید،  مکتب متوسطه حضرت بلال (رضی‌الله‌عنه) در ولسوالی بکخیل ولایت پکتیکا به هزینه ۶۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل آغاز شد.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۷
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړونې غونډه پیل شوه

د کابل ښار د ښوونځیو ۲۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.
د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده په وینا، یاده غونډه د ښوونکو د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۸:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د درسي توکو وېش لړۍ پیل شوه

د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د ښوونځیو زده‌کوونکو ته د یوه ملاتړ کوونکي بنسټ په مالي مرسته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
په دغو توکو کې د ښوونځي بکسونه، کتابچې،. . .

BACK TO NEWS