د ۱۴۴۷ هـ ق کال ددیني مدرسو د مشترکې آزموینې ثانویه او مافوق الثانویه مرحلو د کلنۍ ازموینې دپایلو د اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۳۷
ظطظط

په پام کې ده چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ددیني مدرسو د ثانویه او مافوق الثانویه مرحلو د مشترکې آزموینې پایلې د روان کال د رمضان المبارک میاشتې په ۱۶ نیټه د پنجشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کب د میاشتې د ۱۴ نېټې سره سمون لري، اعلان شي.
یادونه: د آزموینو محترم ګډون وال کولی شي چې د یادو پایلو د کتنو لپاره د پوهنې وزارت رسمي ویب پانه وڅاري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS