رسنیزبلنیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۱
ظطز\ظ

ټاکل شوې ده، چې د مشرتابه پلاوي، یو شمېر مرکزي رئیسانو ، د پوهنې ریاست رئیس، د کابل ولایت والي او مېلمنو په حضور کې، د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د "ساینس ستوري" د غوره زده‌کوونکو پېژندنې او جایزو ورکولو په پار یوه لویه غونډه ترسره شي.

وخت: ۱۴۴۷/۵/۲۸ - (۱۴۰۴/۸/۲۸ل. کال)، چهارشنبې ورځ، ۱:۳۰ بجه؛
پته: کابل ښار، شاه‌دوشمشېره ته څېرمه، د افغان-ترک عالي لېسه؛

تاسو، د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په درنښت بلنه درکول کېږي، چې د یادو مراسمو په خبري پوښښ کې ګډون وکړئ.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۸
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست  لپاره د ۱۱ قلمه قرطاسیه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون وکړي.
غوښتونکي کولای شي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ کړنو ته لنډه کتنه

۱. غزني: د غزني ولایت پوهنې ریاست د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مرکز او زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۲۵
Background image

په اروزګان ولایت کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش پیل شو

په اروزګان ولایت کې ۵۵ زره او ۹۰۷ تنه زده‌کوونکو او ۱ زره، ۳۹۸ تنه ښوونکو ته قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولينو په وینا، په دغو مرستو کې د زده. . .

BACK TO NEWS