رسنیز بلنلیک

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۱۸
14

ټاکل شوې ده، چې د هېواد په ټولو سړو سیمو او ولایتونو کې نوی «۱۴۰۳ ښوونیز کال» د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې «د ښوونځي د زنګ په وهلو» سره پیل شي.

ګډون وال: د پوهنې وزارت مشرتابه او د ښوونیزو بنسټونو یو زیات شمېر استادان او زده کوونکي، د افغانستان.ا.ا. لوړ پوړي مېلمانه او د پوهنې د همکارو بنسټونو استازي.

وخت: د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې لسمه، (د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې لومړۍ نېټه)، چهارشنبې ورځ، د سهار ۹ بجې.

پته: کابل ښار، زنبق څلورلارې، د اماني عالي لېسې تالار.

د ټولو رسنیو محترمو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه ورکول کېږي، تر څو د پوهنې د دغه پرتمینې او سترې غونډې په خبري پوښښ کې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.

یادونه: د خویندو لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله د ښځینه خبریالانو له راتګ څخه معذرت غواړو.

والسلام

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د څه باندې ۴۶۰ زره افغانیو په لګښت د یو شمېر ښوونځیو لپاره لابراتوار خونې جوړې شوې

د پکتیکا ولایت د زیړوک، اومنه ارګون او یوسف خېل ولسوالیو څلورو لېسو لپاره د پوهنې له بودیجې څخه د ۴۶۶ زره ۴۹۵ افغانیو په لګښت مجهزې لابراتوار خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

BACK TO NEWS