غزني ولایت کې څه د پاسه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۲۹
fgh

د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د مستان قلعه لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې چارواکو، د ښوونځیو شورا غړو او د سیمې د خلکو استازو په حضور کې کېښودل شوه.

یاد ښوونځی چې د خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو څخه په زیات لګښت په پنځه جرېبه ځمکه کې جوړېږي، درې درسي خونې، یو دېوال او د څښاک پاکو اوبو لپاره یو حلقه څاه به ولري، چې په پایله کې به یې د درسي خونو د نشتوالي ستونزه حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS