فاریاب ولایت کې د ۱۴ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۵۸
ببسی

د فاریاب ولایت په خواجه موسی ولسوالۍ کې د "یکه‌تپه" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه، چې د همدغې ولسوالۍ پوهنې چارواکو پکې هم ګډون درلود.
په یاده ودانۍ کې ۸ درسي ټولګي، اداري خونې، لابراتوار، برېښنا سیسټم، احاطوي دېوال او د څښاک پاکو اوبو شبکه شامله ده، چې د ۱۴.۳۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته جوړه شوې ده.
د فاریاب ولایت پوهنې چارواکو په وینا، د دغې ودانۍ په جوړېدلو سره د ښوونځي د زده‌کوونکو ستونزې حل او هغوی ته خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

په غزني ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره مېتوديکي سیمینار جوړ شو

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۹ ورځنی ښوونیز سیمینار، د یاد ولایت په ۹ ولسوالیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیا
د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ علم‌پروره خلکو لخوا د یادې ولسوالۍ له پوهنې آمریت سره ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې، چې د همدغه آمریت اړوند ودانۍ بیارغونې او د اړتیا وړ توکو پېرودلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

ارزګان ولایت کې د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو ورکشاپ پیل شو

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست د ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره شپږ ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
یاد شپږ ورځنی ورکشاپ، چې د فزیک، کیمیا،. . .

BACK TO NEWS