له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه
هرات
د JRS موسسې مسوول ښاغلي سندیش ګلبرد د هرات ولایت د ښوونې او روزنې له آمر مولوي عبدالجلیل مزمل سره وکتل.
نوموړي آمر د پوهنې په برخه کې د مرستندویو بنسټونو فعاليتونه مهم وبلل او د يادو بنسټونو له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې د پوهنې وزارت له قوانينو او طرزالعملونو سره سم د پوهنې رياست په همغږۍ د پوهنې په برخه کې مرستې وکړي.
کندز
د کندز ولايت پوهنې رئيس وايي: د پوهنې د مسوولينو، ديني عالمانو او د سيمې د خلکو په ګډون د لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولايت جهادي مدرسه پرانیستل شوه او درسونه یې رسما پیل شول.
د کندز خلکو د دې مدرسې د پرانیستلو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل : دیني علومو زده کړو ته به خپل اولادونه دې مدرسې واستوي.
کندهار
د کندهار پوهنې ریاست وایي: د یاد ولایت د شیخ زاهد یتیم خانې زده کوونکو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل علمي آثار او لاسته راوړنې د یو نندارتون په جوړولو سره د ګډونوالو په حضور کې نندارې ته وړاندې کړې.
په دې مراسمو کې د پوهنې ریاست مسوولینو او علماوو د علم او پوهې پر ارزښت د خبرو ترڅنګ د دغو زده کوونکو د فعالیتونو ستاینه وکړه.
له کندهار ولایت څخه یو بل خبر
د کندهار پوهني رياست د مسوولینو په وينا: په کندهار ولایت کې له ٩٢٢ تنو مجاهدينو څخه د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د کندهار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي فخرالدین نقشبندي وایي: د پوهنې وزارت د طرزالعملونو له مخې به د ا. ا له مجاهدینو څخه د عمومي پروسې په ترڅ کې ازموینه واخیستل شي او د هغوی د سویو سره سم به په درسي ټولګیو کې کېنول شي، ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
نوموړي ياده پروسه د مجاهدينو لپاره يو ښه فرصت وباله او ټينګار يې وکړ، چې ازموينه په سوله ييزه فضا کې د عدالت په تأمين سره ترسره شوه.
نورستان
د نورستان ولايت پوهنې رئيس مولوي تاج محمد مطمين د دغه ولايت د وايګل ولسوالۍ له ولسوال مولوي محمود حسن شهاب سره وکتل.
په دې کتنه کې د وایګل ولسوال د نورستان د پوهنې رياست د فعاليتونو او لاسته راوړنو يادونه وکړه.
له بلې خوا د نورستان پوهنې رئیس د پوهنې په برخه کې د دغه ولایت د ولسونو له نیک احساس او مرستو څخه خوښي څرګنده کړه او له خلکو سره یې د لا زیاتو مرستو ژمنه وکړه.
