له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۳:۴۹
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

ارزګان

د NRC مؤسسې سیمه ییز دفتر د سیمه ییزو او ګړنديو ټولګیو ۱۴۲ تنو ښوونکو لپاره میتودیک سیمینار جوړ کړ او نوي ښوونیز میتودونه یې ورته تدریس کړل.

کابل

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې سیمه ییز دفتر د دې ولسوالۍ د پوهنې آمریت په مرسته له ۱۴ تنو نوماندانو څخه ازموینه واخیسته، چې له دې ډلې څخه دوه تنه یې، چې معیاري نمرې ترلاسه کړي د ټولنیز کارکونکي په توګه به استخدام شي.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت د پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د یاد ولايت بهسود ولسوالي د هډه لېسې او د نجم الدين آخندزاده دارالعلوم له ازموینو څخه د څارنې ترڅنګ د یادو ادارو د اداري او تدریسي اسنادونه ارزونه هم وکړه.

غزني

 د غزني ولایت د جاغوريو ولسوالي د پوهنې آمر د دې آمریت د دعوت او ارشاد او د تعلیمي څارنې له غړو سره یو ځای د یادې ولسوالي د فاروقیه سراج العلوم له مدرسې، او د رسنه د نجونو او هلکانو له لومړني ښوونځي څخه لیدنه وکړه. نوموړو د یادو ادارو د ادارې او تدریسي اسنادونو د څېړلو په ترڅ کې او د ښوونکو د کمښت، درسي کتابونو، قرطاسیه، درسي خونو او نورو اړینو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS