له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونوته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۰:۳۷
123

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي په مزارشریف کې د افغان – ترک لیسې له مرستیال سید شهزاد حسیني سره وکتل او پر مهمو علمي مسایلو یې خبرې وکړې.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د آزموینو په ترسره کولو، نصاب، د نویو زده کوونکو په ګمارنې، د فیسونو د ورکړې او نورو مسایلو په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.

پکتیا

د پکتيا ولايت د پوهنې رياست مسئولينو، ديني علماوو، زده کوونکو او د هغوى د کورنيو په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سږ کال د کانکور آزموينې ممتاز زده کوونکي وستایل.
د پکتيا پوهنې رئيس مولوي عبدالوکيل خالد او يو شمېر نورو ويناوالو بریالیو زده کوونکو ته مبارکي وويله او هغوی یې راتلونکو مسئولیتونو ته وهڅول.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالحق حقاني د بګرامي ولسوالۍ اړوند دارالاېتام اداري او تدریسي چارې و ارزولې او د هغوی د څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه یې څارنه وکړه.

غزني

د غزني ولايت پوهنې رياست د پايلو او سندونو د مدېريت پنځه تنه موقتي کارکوونکي چې په رقابتي آزموينه کې بريالي پېژندل شوي وو، د یاد رياست د پوهنې رئیس له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

بغلان

د بغلان ولایت پوهنې ریاست اړوندو کارکوونکو ته د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې په اړه یو ساعته درسي حلقه پیل کړه.
ویل کیږي، د یاد ولایت پوهنې ریاست له لوري به ګډون والو ته د تفسیر او ژباړې سندونه هم ووېشل شي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS