له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۴
214

لوګر

د پوهنې یو همکار بنسټ د لوګر ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د پوهنې د یو شمېر کارکوونکو او د والدینو شورا غړو ته د ماشومانو د حقونو د پوهاوي په موخه یو ښوونیز سیمینار جوړ کړ.

سرپل

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د سرچینو او ادارې آمر مفتي ذبیح الله محمدي تر څارنې لاندې د پوهنې د ملاتړو ادارو د استازو په حضور کې جوړه شوه.

ګډون والو خپل راتلونکي پلانونه او کړنې د غونډې له مشرتابه سره شریک کړل.

بدخشان

د بدخشان ولايت پوهنې رياست اداري غونډه، د یاد رياست د سرچینو او ادارې آمر قاري عبدالهادي هادي په مشرۍ د سيمه ييزو او همکارو بنسټونو د مسئولينو په ګډون جوړه شوه.

د یاد ولايت د پوهنې رئیس د ملاتړو ادارو له همکاريو د مننې ترڅنګ، دپروګرامونو په پلي کولو کې يې د زياتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

سمنګان

د سمنګان ولايت پوهنې رياست مسئولین وايي، د یو منظم پلان له مخې د پوهنې په برخه کې د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ، د یاد ولايت د مرکز او ولسواليو پر ښوونځيو زرګونه درسي کتابونه ووېشل شول.

د یاد ولايت پوهنې رئیس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني وويل: د دغو کتابونو په وېش سره د درسي کتابونو د کمښت له امله د زده کوونکو ٧٠ سلنه ستونزې حل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS