له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۵۲
12

لغمان

د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد د یاد ریاست د انحینرۍ ټېم سره د سالاب، شهید عبدالوهاب او کنده راجايي ښوونځیو د بیارغونې چارې وڅارلې. 
د یادو ښوونځیو د پروژو لګښت ۲۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د آسیا پراختیايي مؤسسې له لوري ورکول کيږي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت مرکز اړوند د چوګاني کلي يو شمېر ديني علماوو او مشرانو د یاد ولايت له پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار سره وکتل. 
د غونډې ګډون والو خپل وړاندیزونه، ستونزې او د ښوونځیو اړتیاوې د پوهنې ریاست له مشرتابه سره شریکې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د زده کوونکو هڅونې لپاره د ستاره ساینس تر نامه لاندې، د رسمي او خصوصي ښوونځیو له ۱۶۴ زده کوونکو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
د کابل پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني د یادې آزموینې له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، ګډون وال د هېواد راتلونکي جوړونکي وبلل او غوره زده کونکو ته یې د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ ووېشلې.

د یو بل خبر له مخې:

د کابل ښار پوهنې ریاست د څلورمې ښوونیزې ناحیې اړوند د دولتي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د پیغمبر (صلي الله علیه وسلم) سیرت سیالۍ پیل کړې. 
د یاد ریاست مسئولین وایي، د دې سیالیو له ترسره کېدو یې موخه، د نړۍ د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (صلي الله علیه وسلم) له اخلاقو، سیرت او کارنامو سره د ځوانانو آشنا کول دي.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني، د مرکز اړوند د هلکانو تجربوي عالي لېسې د اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي د ښوونکو د تدریس طریقه او د زده کوونکو د زده کړې طرز و ارزاوه او مسئولینو ته یې د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د ارزګان ولایت له پوهنې چارواکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس الحاج مولوي جمعه خان سروري ارزګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د تعلیمي مرکزونو او د پوهنې ریاست د بېلابېلو څانګو له رهبرۍ او کارکوونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۳
Background image

په شمالي زون ولایتونو کې د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه جوړ شول

پوهنې وزارت، د همکارو ادارو په ملاتړ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا کارکوونکو لپاره ۹ ورځني روزنیز ورکشاپونه په بلخ او پروان ولایتونو کې پیل کړل.
په دغو ورکشاپونوکې د شمالي زون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني ولایت کې د ۱.۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ په راحت‌خېل سیمه کې د "شهداء الصالحین" دیني مدرسې نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو له‌خوا په رسمي ډول افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده مدرسه. . .

BACK TO NEWS