له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۹:۳۳
f

پروان
د پروان ولایت، د لغماني صوفیان دارالحفاظ د قرآن عظیم الشان د حافظانو فراغت غونډه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس، استادانو، طالب العلمانو، دیني علماوو او مشرانو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه. 
د پروان پوهنې رئيس مفتي محمد حسن حقاني او نورو ويناوالو فارغانو ته د مبارکۍ ورکولو پر مهال، د قرانکريم د حفظ پر عظمت او په ټولنه کې د حافظانو د مقام په اړه خبرې وکړې او هغوی ته يې د خپلو مسئوليتونو په اړه معلومات ورکړل.

نورستان
د نورستان ولایت پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطئمن په یاد ولایت کې د یونیسف د ساحوي دفتر او "ابرار" مؤسسې له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ښوونیزو کړنو، د پوهنې د ستونزو څېړلو، د کاري همغږۍ د رامنځته کولو او د پوهنې د پراختیا په اړه بحث او لازم تصمیمونه ونیول.

دایکنډي
د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په یاد ولايت کې د "آرسو" مؤسسې ساحوي مدير انجنير نبيل سره وکتل او د ښوونځيو د ترميم د پروژې د پيل او نورو ښوونيزو خدمتونو په اړه يې تفصیلي خبرې وکړې.

غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني، د یاد ولایت د استخباراتو له اداري مرستیال سره وکتل او د پوهنې د پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې یې د لا زیاتې کاري همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو څخه څارنه وکړه او مسئولینو ته یې د کړنو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS