له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

هلمند
د هلمند ولایت د افغان – ترک ښوونځیو مسئولینو، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد عوض انصاري سره وکتل او د ښوونیزو کړنو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.
لغمان
په لغمان ولایت کې د ښوونیزو او ټولنیزو خدمتونو یو همکار بنسټ، له ۱۲ ښځینه ښوونکو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په یادو خوراکي توکو کې اوړه، وريجې، غوړي او بوره شامل دي.
د لغمان پوهنې ریاست له یادې ادارې مننه وکړه.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو، د یاد ولایت د پوهنې ریاست د ساینس او ټکنالوژۍ مدیریت په همکارۍ، د خپلو علمي اختراعاتو او لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.
همدارنګه
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د نویو زده کوونکو د شاملولو په موخه، د یاد ولایت له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه.
همدارنګه نوموړي د ښوونځيو له آمرینو سره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او د زده کوونکو د شاملولو پر څرنګوالي د خبرو ترڅنګ لازمې پرېکړې وکړې.
کابل
د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې یو شمېر د پوهنې دوستو کسانو، د غازي محمد شاه خان لېسې سره د ۲۱۲ مېوه لرونکو نیالګیو، بې مېوې نیالګیو او زینتي بوټو مرسته وکړه.