له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۱:۳۵
123

بلخ

د پوهنې وزارت د داخلي پلټنې پلاوی چې څو ورځې مخکې د بلخ ولایت پوهنې ریاست د فعالیتونو د ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللی ؤ، د پروسې له بشپړېدو وروسته یې د خپلو څېړنو پایلې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

 کابل

د هېواد د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مسئولينو د کابل ښار د پوهنې له رئيس حافظ عبدالباسط حقاني سره په کتنه کې، د خصوصي ښوونځيو د ښوونیز بهير د لاښه والي په اړه خپلې اړتياوې او وړانديزونه له پوهنې رئیس سره شريک کړل.
د کابل پوهنې رئیس د اړوندو ستونزو او وړاندیزونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

هرات

د هرات ولایت مرکز اړوند ښوونځیو د زده کوونکو د ۱۴ سپورتي لوبډلو ترمنځ د «صلاح الدین ایوبي کپ» تر نامه لاندې د فوټبال سیالۍ د پوهنې مسئولینو او زده کوونکو په ګډون د اسلامي انقلاب عالي لېسې په سپورتي لوبغالي کې پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسئولینو سپورت د زده کوونکو د ذهني او جسمي روغتیا لپاره مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې سپورتي فعالیتونه په خپلو ورځنيو پلانونو کې شامل کړي.

تخار

د تخار ولایت پوهنې ریاست له ۱۵ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
 هغه کسان چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په څانګو کې به د قراردادي کارکوونکو په توګه وګمارل شي.

بدخشان

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست، له ۲۳۱ تنو هغو نوماندانو څخه چې مخکې یې په پینځو قراردداي بستونو کې نوم لیکنه کړې وه، آزموینه واخیسته.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS