ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۳:۲۰
ننګرهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ اړوند سردارمحمد داودخان لېسې د نوې ودانۍ د بنسټ ‌ډبره کېښودل شوه!
په همدې موخه جوړو شویو مراسموکې چې پر زده کوونکو او ښوونکو سربیره دسیمې ګڼ شمیر مخورو او ځوانانو پکې برخه اخیستې وه د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند په خپلو خبرو کې د دې ودانې د چارو دپېل له امله د سیمې خلکو ته مبارکې وویله زیاته یې کړه : ولا یتي ادارې د ولسونو د ستونزو په حل کې یو بل ګام پورته کړ .هغه د سیمې خلکوته وویل چې د معارف د ستونزو حل د ټولو شریک مسولیت دی او ولسونه هم باید معارف ته دستونزو په هواري کې اوږه ورکړي.
د پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې وویل: دپوهنې ریاست مشرتابه شپه او ورځ زیار ګالي چې دزده کوونکو دسرپنا او نورو ستونزو دحل لپاره امکانات او اسانتیاوې برابرې کړې چې د سردار محمد داود خان لېسې لپاره د نوې ودانې جوړول هم د همدې زیار پایله ده. هغه د UNHCR ادارې نه مننه وکړه چې ددې ودانۍ د جوړولو لګښت يې منلی دی.
پوهنې ریس وویل دا ودانې چې د (UNHCR) ادارې په مالي مرسته په خواوشاه یوسلو څلویښت زره ډالرو په دوه پوړونوکې د اوه میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې ۱۲ درسي ټولګي، ۴ ادارۍ خونې، ۲۴۰ . میز لرونکي درې کسیزې څوکې،تشنابونه او نور اړین محلقات لري چې په جوړیدو سره به یې د یادې لېسې زده کوونکو د سرپناه ستونزه هواره شي.
حسیب الله شینواري دسیمې له مشرانو وغوښتل چې د ودانۍ د چارو څارنه وکړي او د اړتیا پر مهال خپل معلومات پوهنې ریاست سره شریک کړي او له جوړونکو سره خپلې مرستې ونه سپموي.
دمراسمو په پاې کې دسیمې د مخورو او ځوانانو په استازیتوب عبیدالله قانع خبرې وکړې او د پوهنې ریاست له مشرتابه یې مننه وکړه چې ددې سیمې د کالونو ستونزه یې هواره کړه نوموړي ډاډ ورکړ چې دمعارف سره به خپلې مرستې جاري ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS