په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو کې پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د کرخ ولسوالۍ علمپروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، یاده ودانۍ ۸ درسي ټولګي او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د یاد ښوونځي د زدهکوونکو لپاره د تعلیمي چاپېریال د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شوې ده.
