ولایتونو ته د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معین د کاري سفرونو دوام

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۱۰:۴۸
jkghf

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال وزیر شیخ مولوي کرامت الله اخندزاده له خپل یوه پلاوي سره سمنګان ولایت ته ولاړ.
د دغه وزارت د اسلامي زده کړو معین او ورسره مل پلاوي سمنګان ولایت ته د رسېدو پر مهال د دغه ولايت د پوهنې د مشرتابه او د دغه ولايت د پوهنې مسوولينو،يو شمېر دولتي چارواکو، علماوو او فرهنګيانو له خوا ورته ښه راغلاست وویل شو.
ورپسې د پوهنې وزارت مرستیال او ورسره پلاوي په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د سمنګان ولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو او منسوبینو سره د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس مولوي نصرت الله فیضاني راغلي پلاوي او مېلمنو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د اسلامي امارت د ښوونیزو پروګرامونو او موخو په عملي کولو او د اسلامی امارت د مشرانو په احکامو ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالجلیل شهیدخیل چې د دغه پلاوي غړی و، په هېواد کې د امنیت ټینګښت یې د اسلامي امارت د مجاهدینو د شل کلنې مبارزې پایله وبلله او زیاته یې کړه: دغه نظام چې د اسلامي امارت د علماوو په لاس کې دی په نړۍ کې بې ساري ده.
په پاى کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معين د مسوولينو او ښوونکو د نظرونو، وړانديزونو او ستونزو د اورېدو په ترڅ کې د ښوونکو له خوا په ملي او اسلامي روحيې د زده کوونکو پر سالمې روزنې ټينګار وکړ او د ستونزو د حل په موخه يې لازمې لارښوونې وکړې. د ښوونځيو او مدرسو زده کوونکو ته یې د زده کړو په جریان کې د اسانتياوو او د امکاناتو د برابرولو ژمنه ورکړه.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS