په بادغیس ولایت کې د سواد زده کړې کورسونو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د بادغیس ولایت په بالامرغاب، قادس، ابکمري، مقر او جوند ولسوالیو کې د سواد زده کړې د کورسونو لپاره، د ۱ زره ۶۵۶ ټوکه درسي کتابونو، فرشونو او ښوونیزو توکو د وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
د يادو توکو د وېش د پيل په مراسمو کې، د دغه ولايت د پوهنې رياست د مشرتابه تر څنګ، يو شمېر علماوو او د پوهنې مسئولينو هم حضور درلود.
د پوهنې رياست مسئولينو د يادو توکو د وېش پرمهال وويل، چې زده کوونکي دې له کتابونو او درسي توکو څخه سالمه ګټه پورته کړي او د درسي کتابونو ساتنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، اوسمهال په بادغیس ولایت کې د سواد زده کړې ۴۷ بابه کورسونه فعال دي، چې یو زره ۲۸۵ تنه زده کوونکي پکې د لیک او لوست په زده کړو بوخت دي.