په بادغیس ولایت کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د تشکیلاتي جوړښت په اړه مشورتي ناسته ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۲۳
415

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست یو پلاوی، د رسمي کارونو د ترسره کولو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ریاست د نوي تشکیلاتي جوړښت د وضاحت په موخه، بادغیس ولایت ته ولاړ.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د بادغیس ولایت له پوهنې سرپرست محمد نبي صبور او یو شمېر نورو مهمو مسئولینو سره په کتنه کې، د ښوونکو د مسلکي پراختیا د ریاست جوړښت او کړنلاره تشرېح کړه.

همدارنګه یې د بستونو د انتقال او ټاکلو، د ښوونکو د روزنې او د ښوونیزې څارنې د غړو په اړه مسئولینو ته معلومات ورکړل.

د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي د دغه ولايت د پوهنې رياست د مسئولينو په همکارۍ د مرکز او ولسواليو د ښوونیزې څارنې د ١٠٢ تنو تحصیلي اسناد و څېړل، تر څو وړ کسان په نویو بستونو کې د دوی د زده کړې له مخې و ټاکل شي او پاتې کسان به د ځانګړي معیار له مخې د یاد ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه نوي تشکیلاتي جوړښت کې به هېڅ کارکوونکی له خپلو دندو څخه بې برخې نشي.

په پای کې د مسلکي پراختیا د نوي تشکیلاتي جوړښت په اړه د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS