په بامیان ولایت کې د زندانیانو لپاره د قرآن کریم او سواد زده کړې ټولګي پرانیستل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۴:۴۰
555

د باميان ولايت پوهنې رياست، په هېواد کې د بې سوادۍ د له منځه وړلو په موخه د خپلو کړنو د يوې برخې په توګه، يو ځل بيا د یاد ولايت د زندانیانو لپاره د قرآن کريم او سواد زده کړې درسي ټولګي جوړ کړل.

د يادو ټولګیو د پرانيستلو په مراسمو کې د پوهنې رئيس الحاج مولوي رحمت الله قنديلي، د باميان ولايت د زندانونو د چارو د تنظيم او ادارې رئيس مولوي محمد ابراهيم حقاني، يو شمېر ملکي او نظامي مسئولينو هم برخه اخيستې وه.

د باميان ولايت پوهنې رئيس د یاد ولایت زندانیانو ته د سواد پر ارزښت خبرې وکړې او د علومو په ځانګړي ډول د ديني علومو د زده کړې پر اړتيا يې ټينګار وکړ.

دغه راز د یاد ولایت د زندانونو چارو د تنظيم او ادارې رئیس مولوي محمد ابراهيم حقاني هم د سواد زده کړې په لاره کې د پوهنې رياست د مشرتابه پلاوي نه ستړي کېدونکي هلې ځلې مهمې او د قدر وړ وبللې.

په پای کې د سواد زده کړې پر زده کوونکو کتابونه او ښوونیز توکي ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۳۷
Background image

هلمند ولایت کې د ۱۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت یو باب ښوونځی تاسیس شو

د پوهنې وزارت له لوري د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې «د خالد بن ولید رضی‌الله عنه» په نوم یو نوی ښوونځی تاسیس او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په وینا؛. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰بابه ښوونځي ترمیم شول

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په کچه د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم چارې، د ۶.۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په دې وروستیو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۵۵
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د طرحه شوي پلان له مخې، د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له لوري د ۲۰۸ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې. . .

BACK TO NEWS