په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زدهکړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو په وینا؛ د ازموینې ګډونوال د ج/هادي فعالیتونو له امله د زدهکړو له بهیر څخه پاتې شوي وو؛ خو اوس چې د زدهکړو فرصتونه برابر شوي، کولای شي، د یادې ازموینې له ترسره کولو وروسته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه چې، د دغې پروسې ګډونوال به د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو له اووم تر دولسم ټولګیو کې جذب شي.
