په دایکندي کې د محلي زده‌کړو د ټولګیو یو شمېر ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۳۵
4

د دایکندي ولایت مرکز په شمول په اشترلي او پاتو ولسوالیو کې د محلي زده‌کړو اړوند ټولګیو د ۱۵تنو ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې لس ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
د دغه پروګرام موخې د ښوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، د نويو تدریسي میتودونو ترویج، د ټولګي د مدیریت ښه‌والی او د محلي زده‌کړو په ټولګیو کې د ښوونیز کیفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۶
Background image

په بدخشان کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت خواهان ولسوالۍ اړوند په سنګاب کلي کې د دارالقرآن والسنة مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو او قومي مشرانو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵
Background image

په پنجشېر کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي برنامه جوړه شوه

د پنجشېر ولایت رخه ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
په دغه پروګرام کې زده‌کوونکو ته د ماینونو او ناچاوده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳
Background image

په بامیان ولايت کې يو شمېر ښوونکو ته روزنيزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت پنجاب ولسوالۍ اړوند ۸۸ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترويج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې اساسي موخه د. . .

BACK TO NEWS