په زابل ولایت کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د مدرسې  فعالیت پیل شو.

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۹:۱۱
۱۲۳

 په دې وروستیو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست تر چتر لاندې د سیوري ولسوالۍ شیلي  کلي کې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) مدرسه پرانیستل شو. 
د يادې مدرسې د پرانيستنې په مراسمو کې پوهنې رياست سرپرست الحاج مولوي ګل ولي، د امنيتي او اداري رياستونو مسؤلينو، د ولسوالۍ علماؤ او قومي مشرانو ګډون کړى و.
 په پیل کې د پوهنې رئیس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: د خوښۍ ځای دی چې په هېواد کې د دیني زده کړو مرکزونو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي، چې د ټولنې په پرمختګ او اصلاح  کې د پام وړ رول لري. 
 هغه زیاته کړه: د زابل پوهنې ریاست په ټول توان سره د مدارسو پیاوړتیا لپاره کار کوي او په دې برخه کې نه ستړي کيدونکې هلې ځلې کوي.
 اوس مهال په دې مدرسه کې   ٣٠٠ تنه طا/لب العلمان وړو او لويو دورو کې په زده کړو بوخت دي او په ښځينه ټولګيو کې ١٣٠ تنه ښځينه زده کوونکې د قرانکريم  تلاوت او حفظ برخو کې زده کړې کوي. 
 د يادونې وړ ده، چې ياده ديني مدرسه د الحاج مولوي محمد يعقوب م_ جاهد په مالي مرسته جوړه شوې، چې څلور درسي خونې له ټولو اړتياوو سره لکه : د څښاک پاکې اوبه، مجهز تشنابونه، ترانسپورتي سيستم او نور لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

په بامیان کې د یو شمېر ښوونځیو اړتیاوې وارزول شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او انجنیرانو یوه پلاوي د ښوونیزو او حفظ‌الصحې شرایطو ښه والي او د ښوونځیو د اساسي اړتیاوو معلومولو په موخه، د دغه ولایت د سیغان ولسوالۍ له ښوونځیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۹
Background image

په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره شوه

د کندوز ولایت پوهنې ریاست د الاعتصام فکري او کلتوري ادارې په همکارۍ، د دشت ارچي او کلباد ولسوالیو د شاوخوا ۱۳۵۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲
Background image

په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ میر فضل‌الله لېسې لپاره د ۶۶۵ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې اداري ودانۍ، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په ګډون په یوه غونډه کې رسماً افتتاح او ګټې. . .

BACK TO NEWS