په زابل ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې « د مفتاحالمدارس دینې مدرسې» لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۲ جریبه ځمکه، د شاوخوا ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
دغه پروژه د ځایي خلکو په مالي ملاتړ او د ښوونځي د شورا په همکارۍ عملي کېږي.
د پلان له مخې به نوې ودانۍ ۱۱ درسي ټولګي او یوه اداري خونه ولري، چې په بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۵۰تنو طلابو ته مناسب، معیاري او خوندي تعلیمي چاپېریال برابر شي.
