په سرپل ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د سرپل ولایت د ښوونځیو ۶۰۰ تنو ښوونکو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د پوهنې یوې ملاتړ ادارې لخوا د خوراکي توکو کڅوړې ووېشل شوې.
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني په وینا، دا مرستې هغو وګړو ته وېشل شوي دي، چې مخکې یې د پوهنې ریاست لخوا ارزونه شوې او مستحق پېژندل شوي وو.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ملاتړ کوونکو ادارو له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه کوي.