په سرپل ولایت کې د یو باب دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند په انګشکه کلي کې د حضرت بلال (رضی الله عنه) په نوم د یوې دیني مدرسې ودانۍ جوړه او د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، علماوو او قومي مخور په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د مدرسې دغه ودانۍ په درې جرېبه ځمکه کې د يو ميليون او ٤٦٥زره افغانيو په لګښت د ملي سوداګرو او ځايي خلکو په مالي مرسته جوړه شوې ده، چې نن ګټې اخستنې ته چمتو شوه.
د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني د پوهنې په برخه کې د یاد ولایت د خلکو او سوداګرو له مرستو مننه وکړه، د علومو د زده کړې پر فضایلو یې خبرې وکړې او هغوی ته یې په ټولو برخو کې د دیني او عصري زده کړو د متوازنې پراختیا ډاډ ورکړ.
نورو علماوو او ويناوالو هم د اسلام له نظره د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو يې خپل مادي او معنوي ملاتړ اعلان کړ.