په غزني ولایت کې د یو باب لېسې د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۲:۲۵
ص۴۵

د پوهنې وزارت له لوري، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په حیدر کلي کې د «حیدر لېسې» د بنسټ ډبره، د یاد ولایت د پوهنې مشرتابه، دیني علماوو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او قومي مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په پام کې ده، د یادې لېسې ودانۍ چې ١٢ درسي ټولګي، يوه اداري خونه، تحویل خونه، لوبغالی او نور اړین محلقات به ولري، په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شي.

د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې آمریت د معلوماتو له مخې: د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ ٤٠٠ تنو ماشومانو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شي.

د لېسې د دغه ودانۍ ټول لګښت ۵ ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د يادې ولسوالۍ د معارف دوسته خلکو او سوداګرو له خوا تمويلېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه په داسې حال کې چې د پوهنې د بډاینې لپاره د خلکو مرستې مهمې ګڼي، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

په دایکنډي ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکنډي ولایت شهران ولسوالۍ اړوند د مملوق لېسې د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، چې د وه نیم جرېبه ځمکه یې د دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ د خلکو لخوا د همدغې لېسې جوړولو لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د مرکز او ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

- کابل:
د کابل ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او مسئولینو لپاره (د راپور لیکلو او آنلاین راپور ورکولو) په نوم یو ورکشاپ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

- پکتیا:
د پکتیا ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو خالي بستونو لپاره رقابتي آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د ګمارنې له کړنلارې سره سم، د پکتیکا ولایت په ګومل، یوسف خیل، خوشامند، نکه، چهاربران، سروبي، ارګون، یحیی خیل او سر روضې ولسوالیو کې د ۹ بابه ښوونځیو لپاره د. . .

BACK TO NEWS