په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د رغولو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۷
dfs

د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د سلطان مسعود لېسې د جوړېدو چارې چې نیمګړې پاتې شوې وې، نن یې د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت سره د رغولو چارې پیل شوې.

د یاد ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي ميرنصير احمد حسيني، د همدې پروژې د پرانیستې پر مهال وويل: د دغه ښوونځي د جوړېدو چارې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پيل شوې وې، چې د ځينو ستونزو له امله يې يوازې ۳۰ سلنه چارې پرمخ تللې وې، چې اوسمهال د پوهنې وزارت د مشرتابه د پاملرنې له امله یې د رغولو چارې بېرته پیل شوې.

نوموړي وويل: د پلان له مخې د ياد ښوونځي په رغنیزو برخو کې د ١٦ درسي ټولګیو له ټولو ملحقاتو او لوازمو سره جوړول شامل دي.

اوسمهال په دغه ښوونځي کې ۷۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې په دې سره به دوی ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د پوهنې وزارت له بودیجې او د همکارو بنسټونو په مرسته، په غزني ولايت کې ٥٠ بابه ښوونځي ترميم او رغول شوي او په پام کې ده، چې سږ کال په یاد ولايت کې ٥٠ بابه نور ښوونځي هم ترميم شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS