په غزنی ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۱۲
2222

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند په عُلیات سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو او قومي مخورو په ګډون کېښودل شوه.

په پلان کې ده، یاد لومړنی ښوونځی چې ۷ درسي ټولګي، یوه دفتري خونه، یو لوبغالی او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري، په درې جرېبه ځمکه کې جوړ او ۳۰۰ تنه ماشومانو ته به د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شي.

د ياد ښوونځي ټول لګښت څلور ميليونه افغانۍ اټکل شوى، چې د جاغوري ولسوالۍ د پوهنې مينه والو له لوري ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت مشرتابه په داسې حال کې چې د پوهنې د بډاینې لپاره د خلکو مرستې مهمې ګڼي، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د علم پروره خلکو له مرستو مننه وکړه.

د يادې ولسوالۍ د پوهنې آمر هم په ټولنه کې د علومو د زده کړې پر اهميت خبرې وکړې او ويې ويل: د دې ښوونځي په جوړېدو سره به د سیمې د ماشومانو ګڼ شمېر ستونزې حل او د درسونو لپاره به یې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS