په غور ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو اړوندو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۲۷
14

د غور ولایت د سیمه ییزو ټولګیو د۱۷۰ تنو ښوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ، له پوهنې وزارت سره د همکارې یوې ادارې په ملاتړ د پوهنې مسئولینو او چارواکو په شتون کې جوړ شو او ټاکل شوې ده چې د ۱۲ نورو ورځو لپاره به دوام ولري.

په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې، د غور ولایت پوهنې رئیس مولوي حفیظ الله محفوظ د ښوونې او روزنې پر ګټو د خبرو ترڅنګ، د ټول ولایت په کچه د اغېزمنو زده‌کړو د آسانتیاوو چمتو کولو د هڅو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي د یاد پروګرام د منځپانګې، تعلیمي موادو، ارزونې او څارنې اهمیت او په ټولګیو کې د ښوونکو د تدریسي مېتودونو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په تړاو ځینې مهم ټکي هم بیان کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په بدخشان ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت شهر بزرگ ولسوالۍ اړوند صدیقي شهید لېسې د نوې ودانۍ  جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې.
دغه پروژه د یادې ولسوالۍ د کره کلي علم‌پرور شخصیت عبدالقدوس د محمدشریف شریفي زوی، په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیزې غونډې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ښوونکو ته روزنیزې غونډې ترسره شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه روزنیزې غونډې به د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني،  روزنيزو او څارنيزو فعاليتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې بېلابېلې مهمې کړنې ترسره کړې، چې مهم موارد یې په لاندې ډول دي:
. . .

BACK TO NEWS