په غور ولایت کې یوې لېسې لپاره د اداري خونو جوړولو چارې پیل شوې 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۹:۱۵
525

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د اداري ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د یادې ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
د پوهنې چارواکي وایي: دغه ودانۍ چې د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د علم‌دوسته خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا په مالي ملاتړ جوړېږي، پنځه اداري خونې به ولري.
د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د ښوونځي اداري ستونزې حل او چارې به یې لا منظمې او ښې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې یو ښوونځی ترميم شو

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند سقاؤه لومړني ښوونځي د ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې وې، د ۵۶ زره او ۵۰۰ افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
یاد ښوونځی د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۱۲
Background image

د پوهنې وزارت د علمي څېړنو او تدارکاتو نوي رئیسان رسماً معرفي شول

د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ياد وزارت د تدارکاتو پخوانی رئیس محترم مولوي عبدالوکیل مدني، د علمي څېړنو ریاست د نوي رئیس او د علمي څېړنو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې یوه ښوونځي لپاره مېزونه او څوکۍ وپېرل شوې

د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ اړوند امام باقر لېسې لپاره د یاد ښوونځي د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د زده‌کوونکو لپاره مېزونه او څوکۍ پېرل شوې دي.

BACK TO NEWS