په فراه ولایت کې د ښوونځیو او مدارسو د جوړولو لپاره ۲۵ جرېبه ځمکه وقف شوې

د فراه ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په ۱۴۰۲لمریز کال کې د یاد ولایت علم دوسته خلکو له خپلو شخصي ملکیتونو څخه څه باندې ۲۵ جرېبه ځمکه پوهنې ریاست ته د ښوونځیو او مدارسو د جوړولو په موخه وقف کړې ده.
د فراه ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي اختر محمد زعيم وويل، په ياد ولايت کې د ښوونیزو بنسټونو لپاره د وقف شوې ځمکې ارزښت شاوخوا يو ميليون او ۵۴۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې ریاست مسئولینو د فراه ولایت د خلکو د ښو او دوستانه کړنو د هرکلي او ستاینې په ترڅ کې له نورو شتمنو هېوادوالو څخه وغوښتل، تر څو د ښوونیز نظام د لا بډاینې او پیاوړتیا په موخه دې د پوهنې ریاست سره خپلې مادي او معنوي مرستې جاري وساتي.