په لغمان ولایت کې د مدارسو مسئولینو لپاره میتودیکي ورکشاپ جوړ شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۸
23132

د لغمان ولایت پوهنې ریاست، د بادپښ ولسوالۍ مسلکي پراختیا علمي غړو سره په همکارۍ، د یادې ولسوالۍ د مهتممینو، مدرسینو او مدارسو د چارواکو مسلکي، اداري او تدریسي وړتیاوو لوړولو لپاره یو علمي او میتودیکي ورکشاپ ترسره کړ.

په دغه ورکشاپ کې ګډون‌والو ته د مېتود پېژندنې، د هغو پلي کولو لارې او د مېتودونو بېلابېل ډولونه لکه؛ پوښتنې- ځوابونه، لېکچرونه، ډله‌ییز فعالیتونه او نورو په اړه) مفصل معلومات ورکړل شول.

د پوهنې مسئولینو په خپله پرانیستونکې وینا کې له مدرسینو وغوښتل چې له درسي پلان څخه پرته تدریس ونه کړي او د پوهنې وزارت د قانون، نصاب او کړنلارو پر بنسټ خپل درسي پلانونه چمتو کړي او د مېتودولوژۍ پر اساس د تدریس پروسه پرمخ یوسي.

همدارنګه هغوی په مدارسو او ښوونځيو کې د نویو زده‌کوونکو په جذبولو ټینګار وکړ او مهتممین یې وهڅول چې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلک له یادې موضوع څخه خبر کړي ترڅو هغوی هم په دې کمپاین کې فعاله برخه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS