په لوګر کې ښوونځي ته یو جریب ځمکه ډالۍ شوه
د لوګر ولایت د برکيبرک ولسوالۍ یو تن د پوهنې مینهوال، د یادې ولسوالۍ د حضرت عثمان بن عفان (رضیاللهعنه) لومړني ښوونځي ته یو جریب ځمکه ډالۍ کړې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ دی.
ټاکل شوې چې له دغې ځمکې څخه د ښوونځي د ښوونیز چاپېریال پراختیا په موخه په اغېزمنه توګه ګټه واخیستل شي.
