په لوېدیځه حوزه کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۶
51561

د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د وړتیا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي د لوی رئیس او د یادو ولایتونو د پوهنې مسوولینو په ګډون، د کندهار ولایت په مرکز کې درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي مولوي اول‌ګل ایوبي د ښوونیز کیفیت لوړولو په برخه کې پر چټکو او اغېزناکو هڅو ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې مسلکي دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
ټاکل شوې ده، چې ګډونوال به د دغې علمي او روزنیزې برنامې په لړ کې د بېلابېلو علمي او مسلکي موضوعاتو په اړه روزنه او نوې تجربې ترلاسه کړي، څو وکولای شي په خپلو اړوندو ولایتونو کې د ښوونې او روزنې د کیفیت په لوړولو کې اغېزناک رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۳۲
Background image

په دایکندي کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند کتوت لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د اوسېدونکو او خیرخواه خلکو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
Background image

په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند تحت غلمین لېسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

په لوېدیځه حوزه کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

د لوېدیځ زون (کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو) د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د وړتیا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي د لوی رئیس او د یادو. . .

BACK TO NEWS