په میدان وردګ ولایت کې د افغان-ترک ښوونځي د لیلیې بیارغونې چارې بشپړې شوې
په میدان وردګ ولایت کې د افغان-ترک ښوونځي د لیلیې بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوسمهال د ۳ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په رسمي ډول د پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت او د یاد ولایت د علماوو شورا رئیس شیخ عبدالهادي فضلي له لوري رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د چارواکو په وینا؛ دغه لیلیه، چې په عصري بڼه جوړه شوې، ۳۲ خونې، یو محراب او د زدهکوونکو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې لري.
د پورته ذکر شوي لیلیې د پرانیستې په مراسمو کې، د میدان وردګوولایت پوهنې محترم رئیس د افغان-ترک ښوونځي د چارواکو او د ترکیې د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل؛ ترکیه یو اسلامي هېواد دی چې د افغانستان له خلکو سره یې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او زدهکوونکي یې هڅولي چې په خپلو زدهکړو کې زیاتې هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په دې ښوونځي کې د میدان وردګ، پکتیا، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه د اووم ټولګي تر دولسم ټولګي پورې ۱۴۰ تنه لیلیه زدهکوونکي زدهکړې کوي.
