په میدان وردګ ولایت کې د سیرت النبي « صلی الله علیه وسلم» سیالۍ ترسره شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۳:۱۲
74

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست، په شیخ زاهد پوهنتون کې د میدان وردګ ولایت محصلینو د خپلواکې ټولنې په همکارۍ، د یاد ولایت چک ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو د ۷۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» سیالي په لاره واچوله.

همدارنګه د یادو محصلینو د استازو او د پوهنې مسئولینو له لوري د یادو سیالیو د روڼتیا په موخه څارنه ترسره شوه.

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست مسئولین وايي، چې د سیالیو له ترسره کېدو یې اساسي موخه، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم»د ژوند او اخلاقو په تړاو د زده کوونکو د پوهاوي د کچې لوړول او د اسلامي فرهنګ پراختیا ده.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د پوهنې رياستونو د يو شمېر ملاتړو بنسټونو په همکارۍ، د هېوا په زیات شمېر ولایتونو کې دا ډول سيالۍ په لاره اچولې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۵
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي احاطوي دېوال جوړ شو

د لوګر ولایت مرکز اړوند د شهدای پادخواب شانه لېسې احاطوي دېوال د ښوونیزې شورا د غړو په مالي ملاتړ، د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال ۵۵ متره اوږدوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند د خانو بابا مدرسې احاطوي دېوال د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۷۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شو.

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې د شهدای پادخواب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د زابل ولایت په یوه مدرسه کې د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ تورآغا مدرسې لپاره، د پوهنې آمریت په هڅو او د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، پر یو جریب پېرل شوې ځمکه کې د ۴ نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې.
د یادو. . .

BACK TO NEWS